جلال اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۹۵): په ننګرهار ولايت کې نوى ښوونيز کال په داسې حال کې پيل شو چې اوس هم د دغه ولايت په داعش ځپلو څلورو ولسواليو کې ۲۵ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي.
د ننګرهار د تودو سيمو لپاره نوی ښوونيز کال د وږي په ۱۵مه په جلال اباد ښار کې د دغه ولايت پوهنې رياست مسوولينو له لوري د ښوونځي د زنګ په وهلو پيل شو.
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسول محمد اصف شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار ولايت له ۹۰۳ ښوونځيو څخه لا هم ۲۵ ښوونځي د داعش وسله والې ډلې له وېرې تړلې پاتې دي.
نوموړى وايي، د يادو ښوونځيو د تړل کېدو له امله د شاوخوا ۲۰ زره زده کوونکي يا بېخي له زده کړو محروم شوي او يا هم د امن سيمو ښوونځيو ته لېږدول شوي دي.
شينواري زياته کړه: ((په اچين، هسکې مېنې، کوټ او پچير اګام ولسوالۍ ښوونځي تړل شوي چې د شل زره په شاوخوا کې زده کوونکي يې له امله له زده کړو بې برخې دي.))
بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد د پوهنې پر رياست او ولایتي ادارې نيوکه وکړه چې د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره يې هېڅ ګام نه دی پورته کړی.
هغه زياته کړه: ((په ځلونو مو د ننګرهار له ولايتي ادارې سره دا ستونزه شريکه کړې؛ خو زموږ د اولادونو دا حياتي موضوع تر اوسه نه ده حل شوې.))
مراد وايي، که حکومت په ننګرهار کې د دغو ۲۵ ښوونځيو د بيا پرانيستلو په اړه هڅې ونه کړي؛ نو د ننګرهار شاوخوا شل زره نجونې او ځوانان به بې زده کړو را لوی شي.
دغه راز د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د اوغز سيمې يو اوسېدونکى حسيب الله وايي، اولادونه يې له تېرو دوو کلونو راهيسې له زده کړو محروم دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د اتو اولادونو له ډلې يې اوس يوازې يو زوی پر زده کړو بوخت دی چې هغه هم په جلال اباد ښار کې زده کړې کوي.
د ننګرهار د پوهنې رياست علمي مرستيال اول ګل ابو زاهد که څه هم په ننګرهار کې د ښوونځيو تړل کېدل او د خلکو شکايتونه مني؛ خو وايي، دوی په دې اړه د سيمې له مخورو، امنيتي ځواکونو او ولايتي ادارې سره په ګډه هلې ځلې پيل کړې دي.
د نوموړي په وينا، تر هغه وخته چې په يادو ولسواليو کې امنيت تامين نه شي؛ نو د ښوونځيو د بيا پرانيستل کېدو لپاره هڅې پايلې نه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن