کابل (پژواک ١٦ وږى ٩٥): د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، د امنيتي بنسټونو ډېرى چارواکي متخصص نه دي او د سياسي او قومي اړيکو پر بنسټ ټاکل شوي، چې له امله يې خلک هره ورځ زيان ويني.
د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر ځانګړى استازى احمدضياء مسعود، نن په هغې ناسته کې چې د شهيد اونۍ په موخه رابلل شوې وه، وويل چې افغانستان اوسمهال د ترهګرۍ له نړيوالې په جګړې کې دى، نو نه بايد چې امنيتي ځواکونه په دا ډول حالاتو کې د سياست ښکار او قومي بڼه خپله کړي.
هغه زياته کړه: "په خپلو سترګو وينو چې هره ورځ يوه پېښه کېږي، کله چې مطالعه کېږي، نو معلوميږي کوم کسان چې په هېواد کې د امنيتي بنسټونو د مشري مسووليت پر غاړه لري؛ له بده مرغه ډېرى يې په خپلو برخو کې تخصص نه لري، بلکې د سياسي او قومي اړيکو له مخې راغلې، چې خلک يې هر ورځ زيان ويني."
مسعود د دې خبرې په څرګندولو سره چې په اوسنيو شرايطو کې په امنيتي بنسټونو کې دا ډول سياسي او قومي اړيکې، افغانانو ته د منلو نه دي؛ وويل چې د هېواد امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى او د دا ډول وضعيت دوام خلکو ته د منلو وړ نه دى.
د ولسمشر ځانګړي استازي وويل، پاکستان اوس هم په افغانستان کې خپلو پوځي لاسوهنو ته دوام ورکوي او له اوسني وضعيت څخه د وتو او د امنيت او ثبات ټينګښت ته رسېدو لپاره بايد په خلکو کې ملي او ديني انګېزه رامنځته شي او ټول خلک په يوې واحدې مفکورې سره راټول شي.
ولسي جرګه کې د خلکو استازي حفيظ منصور د يوې پوښتنې په مطرح کولو سره چې د ملي يووالي حکومت مشران ولې په ډنډ کې بند پاتې شوي؟ وويل چې ياد مشران درواغ وايي، د هغه کار ژمنه کوي، چې کولى يې نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن