هرات ښار (پژواک، ۲۳ وږى ٩٥): د هرات د څارنوالۍ مسوولين وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه د دغه ولايت استيناف څارنوالۍ کې څه باندې ٩٠٠ جرمي قضيې ثبت شوې دي.
د هرات د استيناف څارنوالۍ مشر عبدالحق احمدي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې يادو ٩٠٠ جرمي قضيو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي، اداري فساد، تروريستي فعاليتونو، اختطاف، وژنې، نشه يي توکو قاچاق او جنايي جرمونو قضيې شاملې دي.
هغه زياته کړه چې له يادو قضيو څخه د ٢٠ کسانو دوسيې چې په تروريستي فعاليتونو کې ښکېل وو، اختطاف چې وژنه په کې رامنځته شوې وې او د قتل په جرمونو نيول شوي وو، پر اعدام محکوم شول.
احمدي په دوام وويل: "د روان کال له پيل څخه تر اوسه، دې محکمې ته د اداري فساد ٢٨ قضيې سپارل شوي دي چې له دې جملې څخه د يادو قضيو ١٤ دوسيې بشپړې او ١٤ نورې دوسيې د څېړنې په حال کې دي او ٦٢ شکمن موږ ته معرفي شوي دي."
د هرات استيناف څارنوالۍ مشر دغه راز زياته کړه چې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٢٠ پېښې چې پر ښځو د جنسي تېري اته پېښې، د وژنې اوه پېښې، دوه د ځان سوځونې او پاتې نورې د ځان وژنې هڅې، وهلو ټکولو، جبري ودونو او سوځېدنې پېښې ثبت شوې دي.
نوموړي همداراز زياته کړه چې له ښځو سره د تاوتريخوالي ١٢٠ قضيو په تړاو ١٤٠ شکمن کسان د پوليسو له لوري نيول شوي او دې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.
هغه وويل: "چې د ښځوو پر وړاندې د تاوتريخوالي او اداري فساد له قضيو پرته، د شکمنو کسانو دوسيې چې د غلا، وژنې، درغليو، اخلاقي جرمونو او د ماشومانو تېراېستنې په تړاو نيول شوي دي، تر څېړنې لاندې دي."
د دې تر څنګ د هرات استيناف څارنوالۍ مشر وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې دوه سوه کسان د غلا په تور د پوليسو له خوا نيول شوي دي او دوسيې يې دې ادارې ته استول شوې دي.
له بل پلوه، هغه زياته کړه چې د تېر کال په پرتله جرمي قضيې دوه سلنه زياتې شوې دي.
په ورته وخت کې د هرات والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې د روان کال په اوږدو کې ٩٧ د دولتي ادارو کارکوونکي له صلاحيتونو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې، ځمکې غصب، غفلت او بډو اخيستو په تور نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه: "دغه کار کوونکي د ښاروالۍ، ګمرک، کرنې، برېښنا او نورو دولتي ادارو اړوند دي."
د جېلاني فرهاد په وينا، د نيول شوو تورنو په ډله کې يو شمېر ښځې هم شاملې دي؛ خو شمېر يې معلوم نه دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن