پلخمري (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): په بغلان ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي چې د افغانستان اسلامي جمعيت ګوند اړوند د یوه پخواني جهادي قوماندان په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
ياد پخوانى قوماندان بسم الله تېره ورځ ماښام هغه مهال چې له خپل زوى او وراره سره د بغلان ولايت د اندراب له ده صلاح ولسوالۍ څخه پل حصار ولسوالۍ پر لور روان و، د لارې په اوږدو کې د ناپېژاندو وسله والو پر کمين ور برابر شول.
د بغلان د پوليسو وياند جاوېد بشارت پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد پخوانى جهادي قوماندان د افغانستان اسلامي جمعيت حزب اړوند و، له خپلو څلورو کسانو سره د نامسوولو وسله والو په کمين کې ووژل شو.
نوموړي زياته کړه چې په وژل شوو کې د بسم الله زوى او يو وراره هم شامل دي.
د بغلان پوليسو وياند وويل چې په دې پېښه کې له مقابل لوري هم يو تن وژل شوى، د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د پل حصار ولسوالۍ يوه مخور حاجي فيض محمد د قوماندان بسم الله وژنې ته په اشارې سره وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو تر څنګ د نامسوولو وسله والو شتون هم جدي ګواښ ګڼل کېږي او د خلکو د اندېښنې وړ ګرځېدلي دي.
نوموړي پر سيمه ييز حکومت د نيوکې تر څنګ وويل، سره له دې چې څو ځلي د نامسوولو وسله والو د بې وسلې کولو ژمنې شوې دي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې هېڅ راز ګام نه دى پورته شوى.
دغه قومي مشر وويل: "کوم کسان چې تېره جمعه ماښام وژل شوي دي، لوستي ځوانان وو چې د هېواد پانګه ګڼل کېده؛ خو له بده مرغه ځوانان هره ورځ له کوم دليل پرته وژل کېږي."
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د ثمر په نوم د اسلامي حزب قوماندان، د طالبانو په کمين کې په مرکزي بغلان کې وژل شوى و.
تر اوسه د ياد پخواني جهادي قوماندان او ورسره څلوروکسانو د وژلو پړه هېڅ ډلې پر غاړه نه وه اخيستې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن