جلال اباد (پژواک، ٤ تله ٩٥): له دې وروسته به پاکستاني سوداګر په خپلو موټرو کې خپل سوداګريز توکي د افغانستان نورو برخو ته نه شي لېږدولی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه د ګمرک رياست له سوداګرۍ خونې سره يو ځاى کړې ده.
هغه زياته کړه چې د دې پرېکړې له مخې د پاکستاني بار وړونکي موټر به له دې وروسته تر تورخم ښارګوټي پورې خپل سوداګريز توکي راوړلى شي.
د نوموړي په وينا، د پاکستان سوداګريز توکي به له تورخم ښارګوټي څخه د افغانستان نورو ولايتونو ته په افغاني بار وړونکي موټرو کې لېږدلو کېږي.
د ننګرهار ګمرک مسولين وايي چې د ترانسپورت وزارت او سوداګرۍ خونې مسوولينو هم ور سره هوکړه کړې، څو سوداګريز توکي له پاکستاني موټرو په تورخم ښارګوټي کې ښکته کړي او د افغاني موټرو پر مټ يې نورو ولايتونو ته ورسوي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې پاکستان افغان سوداګرو ته اجازه نه ورکوي چې خپلو موټرو کې توکي د پاکستان له لارې هندوستان يا د دغه هېواد نورو سيمو ته ولېږدوي.
ولسمشر غني څو ورځې مخکې پاکستان ته ګواښنه کړې وه چې که افغان سوداګرو ته د واګې بندر له لارې له هندوستان سره د سوداګرۍ اجازه نه ورکوي، نو پاکستان ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره سوداګري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن