کندوز (پژواک، ٥ تله ٩٥): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې يې د تندر په نوم عملياتو په ترڅ کې لسګونه کلي له وسله والو مخالفينو پاک کړي دي.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دشت ارچي کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د عملياتو په ترڅ کې د عبدالرازق په مشرۍ د دولت څه باندې ٢٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٨ نور ژوبل شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د نواباد، قرلق، ګورجي، کلينيک ساحه او څو نور کلي د دولت له وسله والو مخالفينو پاک شوي او په ترڅ کې يې ٣ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٦ نور ټپيان شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندان وويل چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې هم ځمکني او هوايي عمليات تر اوسه روان دي.
د هېواد په شمال کې د پامير ٢٠ فرقې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي په تندر عملياتو کې چې له څو ورځو راهيسې په دشت ارچي ولسوالۍ کې پيل شوي. تر اوسه په کې څه بانېد ٨٥ طالب وسله وال وژل شوي او ٦١ نور نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د عملياتو په ترڅ کې ٤٥ شکمن کسان هم نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو ددولت ياده ادعا رد کړې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په يادو عملياتو کې طالبانو ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى او حکومتي ځواکونه ملکي کسان نيولي او ډبولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن