کندهار ښار (پژواک، ٧ تله ٩٥): د کندهار مرستيال والي وايي، اطلاعاتو لاسرسى د دولت او ملت تر منځ واټن له منځه وړي او ولايتي اداره ژمنه ده چې په چارو کې د روڼتيا او فساد د مخنيوي په موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په پلي کېدو کې چټک ګامونه واخلي.
مرستيال والي عبدالعلي شمسي دغه څرګندونې اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې چې په ولايت مقام کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د دولتي چارواکو تر څنګ لسګونو مدني فعالانو، ژورنالېستانو، ديني عالمانو، قومي مشرانو او نورو برخه اخيستې وه.
د کندهار ولايت مرستيال والي غونډې ته په خپله وينا کې وويل، خلک حق لري چې د حکومت کړنې وڅاري او له قانون سره سم معلوماتو ته لاسرسى ولري.
هغه زياته کړه، اطلاعاتو ته لاسرسى د دولت او ملت تر منځ واټن له منځه وړي، ملي مشارکت رامنځته کوي، د فساد مخنيوى کوي او دا زمينه برابروي چې مسوولين خپلو خلکو ته د خپلو کړنو حساب ورکړي.
د ده په خبره، په همدې بنسټ د کندهار ولايتي اداره ژمنه ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د پلي کېدو په برخه کې چټک ګامونه واخلي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست استازي احمد شاه قادري وويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون جوړول د اړوند وزارت د مهمو لاسته راوړنو څخه دى.
هغه زياته کړه، کندهار لومړى ولايت دى چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په کې څه موده وړاندې د ياد شوي قانون د پلي کېدو په موخه د دولتي ادارو مسوولينو او د رسنيو استازو ته د عامه پوهاوي روزنيز پروګرام جوړ کړى و.
د ده په خبره، اړند رياست به د ياد شوي قانون تطبيق او د خلکو د پوهاوي په موخه ورته نور پروګرامونه هم جوړ کړي.
په سوېل کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر (يوناما) مشر سايمن وويل، چې اطلاعاتو لاسرسى د ټولو افغانانو حق دى او دا مهال د نړۍ ١٠١ هېوادونه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ته ژمن دي.
نوموړي له ولسمشر څخه مننه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون يې توشيح او د نافذولو جوګه کړ.
د کندهار پوهنتون استادې او مدني فعالې معصومې مرادي بيا د رسنيو پر رول خبر وکړې او ويې ويل چې رسنۍ د حکومت، مدني ټولنې او خلکو تر منځ ګډه ژبه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن