ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې وسله والو طالبانو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمرى (پژواک،۱۶تله ۹۵): د بغلان پوليس د امنيتي ځواکونو پر کاروان د بريد پرمهال ٢٣ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي، خو طالبان بيا امنيتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو او زيانونو اړولو ادعا کوي .  

 د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال نور حبیب گلبهاري وايي چې ددولت وسله والو مخالفينو تېره ورځ درې بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په چهارشنبې تپه او جنګل باغ  سيمو د امنيتي ځواکونو پر هغه کاروان چې د کندوز پر لور روان و بريد وکړ .

هغه چې نن سهار له پژواک اژانس سره خبرې کولې وويل چې يادې جګړې د شپې تر اته نيمو بجو دوام درلود  او اوس هم پراګنده ډزې کيږي .

نوموړي بې له دې چې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ووايي زياته کړه چې په دې جګړه کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي .

خو د مرکزي بغلان د شاهي خېلو سيمې يوتن اوسېدونکي معلم روح الله پژواک ته وويل: ((ما په خپلو سترګو وليدل چې دوه رېنجر موټر ، درې حاموې موټرو او يوه لوى ټانګ د سړک پر سر اور اخيستى و او جنګ دوام درلود .))

هغه د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل ، خو زياته يې کړه چې  د څلورو قوماندانانو په ګډون ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي چې د دوو تنه په جنازه کې يې ده ګډون کړى .

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې طالبانو په ياده شوې جګړه کې د دولتي ځواکونو په لسګونو ټانکونه ، رېنجر او ټېلر موټر ويجاړ او يا نيولي دي او په لسګونو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښته ده .

نوموړي تېره شپه ادعا کړې چې طالبان  د بغلان مرکز پلخمري ته داخل شوي او جنګ دوام لري ، خو د بغلان چارواکي د طالبانو دا ادعا ردوي .

د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند جاوید بشارت وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه پر يوې پوستې بريد کړى و چې له ماتې سره مخ شو او اوس حالت ارام دى . 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version