ايبک (پژواک، ١٧ تله ٩٥): په سمنګان ولايت کې يوه ١٢ کلن هلک ځان زندۍ کړى بلخوا د پوليسو يو سرتېرى د خپل همکار له لوري وژل شوى دى.
وژل شوى ماشوم اميد نومېږي او د سمنګانو د مرکز ايبک ښار د سولې کارتې اوسېدونکى و چې تېره ورځ يې ځان په خپل کور کې په دار کړى دى.
د اميد ٢٢ کلن ورور نجيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې اميد د ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکى و او تېره ورځ په موټرسايکل د خپل يوه ملګري کور ته تللى و.
هغه زياته کړه چې مور يې اميد له دې امله ګواښلى و چې ولې د يوه بل کس له موټر سايکل نه کار اخلي.
د نوموړي په خبره، اميد له دغه ګواښ وروسته د هغوى د کور يوې خونې ته تللى او هلته يې ځان په رسۍ زندۍ کړى دى.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالمنير رحيمي د پېښې پخلى وکړ او ویې ويل چې د قضيې په اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.
د يوه بل خبر له مخې، د دغه ولايت د پوليسو يو سرتېری د خپل همکار پوليس له لوري پر ډزو وژل شوى دى.
د سمنګان د دره صوف پايين ولسوالۍ اجرايي امر محمد قربان وويل چې روضت الله د همدې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ سرتېرى و چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د چا له خبرولو پرته د قوماندانۍ د يوه بل سرتېري عبدالغفار کور ته تللى دى.
نوموړي وويل چې روضت الله وروسته د خپل کوربه عبدالغفار له لوري په ډزو وژل شوى دى.
د محمد قربان په خبره، عبدالغفار ويلي، روضت الله يې له وېرې وژلى او فکر يې کاوه چې کوم وسله وال طالب يې کور ته ور ننوتلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن