کابل (پژواک، ١٨ تله ٩٥): د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، له افغانستان سولې سره د کشمير د مسئلې تړل د دې ښودنه کوي چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د نيابتي جګړې پر دوام باور لري.
د ملي امنيت شورا دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د کشمير په اړه د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف استازى سناتور مشاهد حسين سيد امريکا ته د سفر پر مهال په ډاګه کړې وه څو پورې چې د کشمير مسئله حل نه شي، د افغانستان ستونزه نه هوارېږي.
هغه امريکا او نړيوالې ټولنې ته ويلي: (( تاسو په کابل کې د امنيت لپاره هلې ځلې کوئ، خو کشمير مو پرېښى دى چې په اور کې وسوځيږي.))
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال هم د مشاهد حسين يادې څرګندونې په کلکه رد کړې دي.
هغه ويلي چې د کشمير مسئله له افغان مسئلې سره هېڅ تړاو نه لري.
بلخوا د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، د افغانستان له سولې سره د کشمير د مسئلې تړل د دې ښودنه کوي چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د نيابتي جګړې پر غځولو باور لري.
د امنيت شورا وياند تواب غورځنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کشمير مسئله د افغانستان له سولې سره هېڅ اړيکه نه لري .
د هغه په وينا، پاکستاني مقامات هڅه کوي چې په دې توګه له هغې انزوا څخه چې دوی په نړېواله او سيمه ييزه کچه ورسره مخ دي، د نړۍ پاملرنه يوه نوي جهت ته واړوي.
غورځنګ وايي : (( دا څرګندونې خواشينونکې دي او موږ په هېڅ صورت اجازه نه ورکوو چې پاکستان په افغانستان کې د نيابتي جنګ د غځولو په اړه خپلو شومو موخو ته ورسېږي.))
د سياسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي، د پاکستان لخوا د کشمير موضوع له افغانستان سره تړل غير منطقي خبره ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د افغانستان حکومت بايد د پاکستانيانو دا ډول څرګندونې د شواهدو په توګه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وړاندې او په دې اړه شکايت وکړي.
د نوموړي په وينا، دا ډول څرګندونې دا ثابتوي چې پاکستان عملاً د افغانستان په بې ثباتۍ، نا امنۍ او افغان وژنه کې لاس لري او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن