کندهار (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو چارواکي وايي، په هوايي بريدونو کې يې ٢٤ وسله وال مخالفين وژلي او ٣ نور ټپيان دي.
د دې قومندانۍ وياند جګړن اميرمحمد د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه عمليات د شفق ٩٥ په نوم د ملي اردو او نورو امنيتي ارګانونو له خوا په ګډه په کندهار، اروزګان او زابل کې شوي دي.
هغه زياته کړه، د دغو عملياتو په لړ کې د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په زنګيتان او د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې ٢٤ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
دى وايي، هوايي بريدونه د ملي اردو اړوند د هوايي ځواک د MD-530 چورلکو په وسيله تر سره شوي چې ملکي وګړو ته په کې زيان نه دى اوښتى او يوازې وسله وال مخالفين په نښه شوي دي.
د نوموړي په وينا، د عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو يو کرولا موټر، يو بايفور موټر او يو موټرسايکل ويجاړ شوي او ٧ ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
ده وويل، امنيتي ځواکونه دا مهال د شاوليکوټ ولسوالۍ اړوند د کندهار- اروزګان د لارې د خلاصولو په عملياتو کې بوخت دي او تمه ده دغه لار ژر د خلکو پر مخ پرانيستل شي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وايي چې په دغو عملياتو کې ډېره مرګ ژوبله د شاوليکوټ په زنګيتان سيمه کې وسله والو ته اوښتې ده.
د کندهار- اروزګان لار له همدې ولسوالۍ تېرېږي چې د خلاصولو لپاره يې دا مهال امنيتي ځواکونه په عملياتو بوخت دي.
په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ډېر شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن