نیلي (پژواک، ۲۱ تله ۹۵): د دایکنډي ځايي چارواکي وايي چې د کابل ښار د سخي په زیارت کې د عاشورا پر لمانځونکو د تېرې شپې په برید کې د دایکنډي د ولایتي شورا یوه وکیله سمیه محمدي هم وژل شوې ده.
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې چې تېره شپه اووه نیمې بجې (د تلې ۲۰مه) د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند د سخي په زیارت کې رامنځته شوه، ۱۴ کسان ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان دي.
د دایکنډي د ولایتي شورا یو غړی هادي رحیم زاده د عاشورا پر لمانځونکو د دغه برید د غندلو تر څنګ وویل چې د تېرې شپې په یاد برید کې د دې شورا یوه غړې سمیه محمدي هم وژل شوې ده.
سمیه محمدي په ۱۳۶۳ کال کې د دایکنډي د سنګتخت ولسوالۍ د غجورباش په کلي زېږېدلې وه، هغه په ۱۳۶۸ کال کې ایران ته مهاجره شوه او خپلې لومړنۍ زده کړې یې هم همالته وکړې، په ۱۳۸۴ کال بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه او د خپلې ولسوالۍ په سنګتخت بندر ښوونځي کې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.
سربېره پر اقتصادي ستونزو او د نجونو د زده کړو په اړه د خلکو سنتي دود ته په کتو بیا هم سمیې هڅه وکړه، د تحصیل په جریان او وروسته له فراغته یې د ښوونکي دنده ترسره کوله، لس کاله یې د ښوونکي په توګه کار وکړ او بالاخره یې د دایکنډي ولایتي شورا ته لار پیدا کړه.
د دایکنډي ولایتي شورا نهه غړي لري چې د هغو له ډلې درې یې ښځې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن