ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپنتا: پاکستان کې د ترهګرۍ له سرچينې سره له مبارزې پرته له دې پديدې سره مبارزه ماتې خوري

15 Oct 2016 - 19:44
15 Oct 2016 - 19:44

هرات (پژواک ٢٤ تله ٩٥): د هېواد د ملي امنيت شورا پخوانى سلاکار رنګين دادفر سپنتا وايي، ترڅو چې په پاکستان کې د ترهګرۍ له سرچينو سره مبارزه ونه شي، افغانستان به هېڅکله هم سولې او ثبات ته ونه رسيږي.

سپنتا دغه موضوع نن د هرات د امنيتي خبرو اترو غونډې په څنډه کې چې په هرات ښار کې ترسره شوې وه، څرګنده کړه.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ترهګرو ځالې هم په پاکستان کې دي، وويل: "په پاکستان کې تر اوسه د سولې او خبرو اترو ذهنيت نه دى رامنځته شوى، چې د سولې او خبرو له لارې خپلو موخو ته ورسيږي او دغه هېواد ډېره هڅه کوي، چې له ترهګرۍ او طالبانو څخه په ګټه افغانستان خپله مستعمره وګرځوي."

د هېواد د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار زياته کړه: "له ترهګرۍ سره د مبارزې تګلاره به له ماتې سره مخامخ شي، که موږ چېرې د ترهګرۍ له سرچينو او ځالو سره چې پاکستان دى، مبارزه ونه کړو، نو د جګړې جغرافيه بايد عوض شي."

سپنتا څرګنده کړه، چې پاکستان بايد د ډيپلوماسۍ او اقتصادي اړخه دا فکر له ځانه سره ولري، چې هېڅکله به هم له ترهګرۍ څخه په ګټې خپلو موخو ته ونه رسيږي.

خو نوموړي ورته مهال زياته کړه: "ترهګر که په هر ځاى کې وي، بايد وځپل شي او دوى بايد په دې هم پوه شي، کوم څه يې چې د جګړې له ډګره ترلاسه نه کړى شول، د خبرو اترو له لارې يې ترلاسه کولى شي."

رنګين دادفر سپنتا ورته مهال د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ له شوي هوکړه ليک د هرکلي ترڅنګ وويل: "زه د سولې خبرو اترو پلوى يم، خو دا په دې معنا نه ده چې زه دې له حکمتيار سره ژور او اساسي اختلافونه ونه لرم، دا څرګنده ده چې موږ د دوه جلا فکرونو پلويان يو."

ورته مهال په پاکستان کې د طالبانو د رژيم سفير ملا عبدالسلام ضعيف چې په ياده غونډه کې يې ګډون درلود؛ خبريالانو ته وويل: "جګړه د حل لاره نه ده، بايد سوله د افغانانو تر منځ وشي او په دغه برخه کې بايد کومې تحميلي پرېکړې او پروګرامونه نه وی."

ضعيف زياته کړه: "حکومت او يا طالبان به هېڅکله هم د جګړې لارې  بريالي نه شي او په افغانستان کې د جګړې پاى ته رسولو لپاره بايد د افغانانو ترمنځ سولې ته لاره هواره شي."

نوموړي څرګنده کړه، د حکومت او نړيوالې ټولنې له لوري له حکمتيار سره د شوو ژمنو عملي کول به طالبان هم وهڅوي او بايد دې ته انتظار وباسو، چې حکومت او بهرنيان به له حکمتيار سره څه ډول چلند وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version