کابل (پژواک،٢٥ تله ٩٥): د مشرانو جرګې يوشمېرغړي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې يواځې د ښارونو امنيت پر ټينګښت بسنه ونه کړي او د دولت وسله والو مخالفينو پرضد دې له ښارونو د باندې او د ولسواليو مرکزونو کې عمليات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې وسله وال مخالفين د کندوز ښار او هلمند مرکز لښکرګاه ځينو سېمو ته ننوتلي وو او د ښار شاوخوا يو شمېر سيمې يې هم نيولې وې د اروزګان مرکز ترينکوټ کې هم جګړه روانه وه.
خو مسوولين وايي چې وسله وال مخالفين دا مهال له کندوز ښار څخه شړل شوي، د لښکرګاه او فراه ځينې سيمې هم د هغوى له شتون څخه پاکې شوې دي.
مشرانو جرګه کې د خلکو استازي صفي الله هاشمي د جرګې نننۍ غونډه کې، د هېواد ځينو ولايتونو امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل چې د دولت وسله والو مخالفينو پرضد عمليات بايد د کندوز،فراه،ترينکوټ او لښکرګاه ښارونو شاوخوا سيمو کې هم دوام وکړي، څو پر ښارونو د وسله والو مخالفينو د بريدونو مخه ډب شي.
ددې جرګې بلې غړې ګلالۍ اکبري وويل :" حکومت هوډ نه لري چې د هېواد شمالي ولايتونه له طالبانو تصفيه کړي، همدا اوس طالبان کندوز کې د وسلو او مهماتو له کمښت سره مخ دي او له کندوز ښار څخه بهر په شاتمبول شوي دي، خو د ښار شاوخوا سيمو کې يې کمربند اچولى او پر ښار د بريد لپاره چمتووالى نيسي."
نوموړې هم له امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه، څو شمال ولايتونواو هلمند، فراه او ارزګان کې د طالبانو ځالو له منځه وړلو لپاره عملياتو ته دوام ورکړي.
د مشرانو جرګې بل غړي محمدعلم ايزديار وويل :" له نيکه مرغه کندوز، ترينکوټ، فراه او لښکرګاه کې د دښمن بريدونه ناکامه شول او که دولت د طالبانو او تروريستان ځپلو ته هوډ نه لري، د تېر په څېر ګواښ شتون لري او بايد د هغوى مرکزونه له ښار څخه بهر او ولسواليو کې له منځه يوړل شي څو افغانان بيا دداسې پېښو شاهدان و نه اوسي.
د جرګې يو شمېر نورو غړو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې يواځې دې ښارونو کې د امنيت پر ټينګښت بسنه نه کوي، عمليات دې د ګواښونو ترختمولو پورې دوام ومومي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال فرهاد سخي، چې د نننۍ غونډې مشري يې پرغاړه وه د جرګې غړو د خبرو په تاييد يې وويل که د وسله والو مخالفينو پر ضد له ښارونو څخه بهر عمليات دوام ونه مومي،نو پر ښارونو د طالبانو يرغليز بريدونه به بيا تکرار شي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال هم له امنيتي مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې طالبانو ته دې د سنبالتيا او تمويل موکه نه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن