ترينکوټ (پژواک، ٢٦ تله ٩٥): نامعلومو وسله والو په اروزګان ولايت کې يو قومي مشر وژلى دى.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د تلې په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په چورې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې نامعلومو وسله والو يو قومي مشر وژلى او بيا له سيمې تښتېدلي دي.
د اروزګان د ولايتي شورا يوه غړي اميرمحمد پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوى قومي مشر محمدعمر نومېده او په حاجي لالک مشهور و.
د نوموړي په وينا، نوموړي په دولت کې کومه دنده نه لرله، خو په قومي جرګو او شوراګانو کې يې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې کولې.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن