کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۵): ولسمشر له حزب اسلامي سره د سولې د تړون د عملي کولو لپاره فرمان صادر او یو کمیسیون یې ټاکلی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي ډلې سره د سولې تړون د روان لمریز کال د تلې په لومړۍ نېټه لاسلیک شوې وه.
له ارګ څخه دتلې په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د ولسمشر او د پوځ اعلی سرقوماندان په توګه د تلپاتې سولې د ټینګښت په نیت ولسمشر د هېواد ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د لاندې اقداماتو د پلي کولو امر کړی دی:
لومړۍ ماده: د هېواد هوایی او ځمکني (زغروا ل، توپچي، پلي، کوماندو، سرحدي او نور) ځواکونه دې د اسلامي حزب پر مورچلونو، مرکزونو او قرارګاوو خپل جګړه ییز او چاڼیز عملیات او ګوزارونه بند کړي.
دوهمه ماده: د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو (د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، او د ملی امنیت لوی ریاست) رهبري هیئت ته دنده سپارل کیږي چې د حزب اسلامي د پلاوي سره په مشوره د یوې هراړخیزې څیړنې له مخی اغیزمن میکانیزم جوړ کړي او د هغه پربنسټ هغه سیمې چې د حزب اسلامي مسلح ځواکونه پکې میشت دي تشخیص کړي ترڅو د هر اړخیزې همکارۍ سره سم اوربند پلي شي او د ناوړو پیښو مخه و نیول شي.
دریمه ماده: ترهغه پورې چی د حزب اسلامی افغانستان وسله وال کسان (مرکزونه) خپلې وسلې د جلب او جذب پلان سره سم له دولت سره ثبت او راجستر کوي او د مجدد ادغام بهیر بشپړ کیږی، کله چې د حزب اسلامی مسلح ځواکونه د نړیوال تروریزم او یا د هېواد د مسلحو مخالفینو لخوا تر برید لاندې راځي ټول ځواکونه دی ورسره لازمې مرستې او ملاتړ وکړي.
څلورمه ماده: د قول اردو ګانو، فرقو او لواګانو قوماندانان، د پولیسو د زونونو او ولایتونو امنیه قوماندانان او د ملي امنیت د لوی ریاست اړوند ولایتي او مرکزي ریاستونه دې خپل جګړه ایز احضارات (چمتوالی) یوه درجه لوړ کړي تر څو نړیوال تروریزم د همدې فرصت څخه ناوړه ګټه وانخلي.
پنځمه ماده: You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن