فيروزکوه (پژواک، ١٥ لړم ٩٥): په داعش ډلې پورې تړلو کسانو په غور ولايت کې اووه کسان تښتولي دي.
دا پېښه پرون غرمه مهال هغه مهال رامنځته شوه چې ولسمشر غني په ياد ولايت کې له خلکو سره په ليدنه بوخت و.
د غور والي غلام ناصر خاضع له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د يادو کسانو د تښتونې پخلى وکړ او ويې ويل چې برمته شوي د وسله والو مخالفينو د واک ساحې ته لېږدول شوي دي.
هغه وويل، دې ډلې غوښتل چې څو سوه پسونه هم له ځان سره يوسي، خو د هوايي ځواک د مداخلې له امله په خپل دغه کار کې بريالي نه شول.
نوموړي وويل چې تښتول شوي کسان کارګر او کروندګر دي او د فيروز کوه تلميز کلي ته چې د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې دی، لېږدول شوي، خو د خوشي کولو لپاره يې عمليات پيل شوي دي.
د فيروزکوه ولسوالۍ د کاسي اوسېدونکي پژواک ته وويل: ((داعش ډله چې د ٣١ ملکي وګړو د وژنې او د کاسي د رمې تښتولو مسووله ده، کله چې ولسمشر له خلکو سره ليدنه درلوده، د کاسي کلي اووه اوسېدونکي يې چې په کرکيله بوخت وو، ويې تښتول.))
هغه به ډاګه کړه چې د کاسي کلي نه يې پنځه کسه او دوه يې له بند امير نه تښتولي او يوه نا څرګند ځاى ته يې لېږدولي دي، خو د تښتول شوو د برخليک په اړه لا هم څه معلومات په لاس کې نه لري.
اسلامي دولت يا داعش ته منسوبې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن