غزني ښار (پژواک، ١٥ لړم٩٥): چارواکي وايي چې لسګونو وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني پر واغظ ولسوالۍ بريد کړى او اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دوو موټربم موټرو په وسيله د شپې له خوا پر يادې ولسوالۍ بريد کړى و.
هغه زياته کړه، هغوى يوه موټر ته چاودنه ورکړه، خو بل يې ناچاودېدلى د ولسوالۍ په ودانۍ کې ولاړ دی.
د امرخېل په وينا، تر سهاره پورې په دې جګړه کې د نظم عامه پوليسو قوماندان وژل شوى او د ولسوالۍ د امنيې قوماندان په ګډون پنځه پوليس ټپيان شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه پورې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون ۶ تنه وژل شوي او څو نور ټپیان دي.
نوموړي زياته کړه چې وسله وال طالبان د خلکو له کورونو پر امنيتي ځواکونو هاوانونه ولي او اوس هم په سيمه کې نښته روانه ده.
فهيم امرخېل وايي، وسله وال طالبان لومړى د سيمې په يوه جومات کې سره راټول شوي وو او بيا يې په يوه بجه پر ولسوالۍ بريد پيل وکړ.
د هغه په وينا، سيمې ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او نښته د ولسوالۍ له مرکز څخه لرې ساحو کې روانه ده.
امرخېل زياتوي، وسله والو طالبانو هڅه کوله چې ولسوالۍ ونيسي، خو په دغه کار کې بريالي نه شول.
خو د دغه ولايت يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د شپې له خوا ولسوالۍ نيولې وه، خو سهار ترې بېرته پر شا شوي دي.
د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله شجاعي چې اوس مهال سيمې ته تللی، د ټيلېفون په ليکه پژواک اژانس ته وويل له وسله والو طالبانو سره دوه موټر چې له چاودېدونکو ډک وو، يوه ته يې چاودنه ورکړې او بل اوس د امنيتي ځواکونو په لاس کې دی.
هغه زياتوي چې د دوى د انجنيرۍ ټېم به وروسته دغه موټر ته چاودنه ورکړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن