فيروزکوه (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥): د غور امنيتي مسوولين وايي، په مرکز فيروزکوه کې د دې ولايت د مستوفيت د عوايدو مدير د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى دى.
د غور د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي چهل غوري، پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد شوى تن چې د ولايتي شوراى پخوانى غړى هم و، له خپل ساتونکي سره ، نن مازيګر په څلورو بجو د درېيو تنو موټرسايکل سپرو له خوا و وژل شو .
ده زياته کړه، درېيو موټرسايکل سپرو د ښار د جلب او جذب مرکز ته څېرمه پر ياد دوو تنو ډزې وکړې او ځاى پر ځاى يې ووژل.
د هغه په وينا، پېښه تر څېړنې لاندې ده، خو تراوسه پورې يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
د پېښې عيني شاهد عبدالخالق بيا وايي، د ډزو پرمهال په ياده سيمه کې دوه پوليس هم ولاړ وو، خو بريدکوونکو ته يې هېڅ هم ونه ويل او هغوى وتښتېدل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن