زرنج (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): په نيمروز ولايت کې امنيتي سرچينې وايي چې د نشه يي پر قاچاق تورن څلور بنديان د امنيې قوماندانۍ د نظارت خانې له نوکريوال سره د جوړجاري په پايله کې تښتېدلي دي.
د نيمروز امنيې قوماندانۍ يوه چارواکي د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې له دغو کسانو درې يې د نيمروز له کنګ ولسوالۍ نه د ٢٠ کيلوګرامه ترياکو د قاچاق او يو بل له ١٦٨ کيلوګرامه هيروينو سره د سرحد په صفري ساحه کې ايران ته د يادو موادو د لېږد پر مهال چې د تېلو ټانکر کې يې ځاى پر ځاى کړي وو، نيول شوى و.
سرچينې زياته کړه: ((دغه کسان د پوليسو د يوه ساتمن په مرسته چې د نيمروز امنيې قوماندانۍ د نظارت خونې نوکريوال و، توانېدلي چې له ساتمن نوکريوال سره يو ځاى وتښتي، خو د دغو کسانو د نيولو لپاره هڅې پيل شوې چې تر اوسه يې پوليس پر نيولو نه دي توانېدلي.))
د نيمروز يوه بل پوليس چارواکي وويل چې دغه کسان د تېرو ٢٠ ورځو په ترڅ کې نيول شوي وو او ټاکل شوې وه چې يوه يا دوې ورځې وروسته د دوسيې د څېړنې لپاره کابل ته ولېږدول شي.
د ويلو ده چې دوې مياشتې وړاندې هم د نشه يي توکو يو قاچاق وړونکى د نيمروز ولايتي شورا د يوه غړي په ضمانت د ولايت له زندانه خوشی شو او بېرته زندان ته را نه غى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن