کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): هند ته د سفر پر مهال به ولسمشر اشرف غني د دغه هېواد لومړي وزير سره د دفاعي اړيکو پر پراختيا خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر اشرف غني د استانبول پروسې د اسيا زړه دوه ورځني کنفرانس کې په دويمه ورځ غونډه کې ګډون وکړي.
دغه کنفرانس نن د ليندۍ په ١٣مه، د هندوستان د پنجاب ايالت په امرتسر ښار کې پيل شوى دى.
هندي رسنۍ (دي هند) خبر و رکړى چې ولسمشر اشرف غني به په ياد کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي سره ځانګړې ليدنه هم وکړي.
سرچينې زياته کړې چې د نورو پوځي مرستو ترڅنګ هندوستان افغانستان ته څلور پوځي چورلکې هم سپارلې دي او ټاکل شوې ده چې په راتلونکې ليدنه کې پر نورو دفاعي همکاريو هم خبرې وشي.
د هندي رسنۍ په راپور کې راغلي چې د اشرف غني او نريندرا مودي ترمنځ به په ليدنه کې د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې او اقتصادي اړيکو پر پراختيا هم خبرې وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن