کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): د افغانستان په اړه د اسيا زړه شپږم کنفرانس د ٤٠ هېوادونو د استازو په ګډون د هند په امرتسر ښار کې پيل شو.
په دې ناسته کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزير نريندرا مودي ګډون لري او کنفرانس به د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني په وينا پيل شي.
ولسمشر غني تېره ورځ د هند امرتسر ښار ته ورسېد، ټاکل شوې چې په ياد ښار کې نن د افغانستان په اړه د اسيا زړه شپږم کنفرانس د څلوېښتو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شي.
افغان او هندي چارواکو ويلي چې د دغه کنفرانس اصلي محور چې د استانبول بهير په نوم هم شهرت لري، اصلي محور به يې له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغانستان لپاره د سولې لارو چارو لټول وي، پر دې سربېره به د هند او سيمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پر پراختيا بحث وشي.
افغانستان، پاکستان، اذربايجان، چين، هند، ايران، قزاقستان، قرقيزستان، روسيه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيه، ترکمنستان او عربي متحده امارات، د ياد بهير غړي دي چې بنسټ يې ٢٠١١ کال کې افغانستان او ترکيې د وړانديز پر بنسټ اېښودل شوى او هر کال له غړو هېوادونو په يوه کې جوړېږي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني رسنيو ته وويل: ((افغانستان د پخوا په څېر هڅه کوي چې د سيمې د هېوادونو او نړيوالو سازمانونو تر منځ د ترهګريزو ګواښونو او نورو امنيتي او ټولنيزو ننګونو پر اهميت او ګډه مبارزه يوه اجماع رامنځته شي او ياده اجماع پياوړې کړي.))
د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف او د بهرنيو چارو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزير ستر سلاکار هم ګډون کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن