هرات ښار (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٥): ناپېژاندو وسله والو د هرات ښار په نهمه ناحيه کې يو دينې عالم پر ډزو وژلى دى.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د ليندۍ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات ښار په نهمه ناحيه کې ناپېژاندو وسله والو يو ديني عالم وژلى دى.
هغه وويل چې دغه ديني عالم شيخ عبدالفريد صابر نومېده او په همدې ناحيه کې د مهديه جومات ملا امام و.
هغه زياته کړه: ((کله يې چې د ماخوستن لمونځ ادا کړى او بيا بهر ته وتلی دى نو ناپېژاندو کسانو پر سر پر ډزو ويشتلى دى او ځاى پر ځاى يې وژلى دى.))
دغه راز د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل چې تېره شپه له نهمې ناحيې څخه يو جسد دوى ته انتقال شوى دى.
هغه وايي: ((دغه کس پنځوس کاله عمر لري او په سر کې يوه مرمۍ لګېدلې ده.))
د دغه عالم د وژل کېدو په اړه تر اوسه د افغان دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن