جلال اباد (پژواک، ۲۹ ليندۍ ۹۵): د ننګرهار د بټي کوټ ولسوال غالب مجاهد له يوې چاودنې روغ وتلی؛ خو په دې پېښه کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۸ کسان ټپيان شوي دي.
ولسوال غالب مجاهد د ليندۍ په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل چې نن له غرمې وړاندې نږدې ۱۱نيمې بجې د ولسوالۍ له ودانۍ بهر پرې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، کله چې یې تر اداري مجلس وروسته د بازار پر لور حرکت وکړ، نو هلته پرې چاودنه وشوه.
دی وايي، په چاودنه کې خپله ده ته زيان نه دی اوښتی؛ خو يو پوليس ساتونکی، يو قومي مشر او ۶ ماشومان ټپيان شوي دي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې د ټپي ماشومانو له ډلې د يوه هغه روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی او د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي هم پژواک ته تاييد کړه چې د بټي کوټ پر ولسوال چاودنه شوې خو هغه ته په کې زيان نه دی اوښتی.
دی وايي، د چاودنې له امله ۶ ماشومان، يو قومي مشر او يو پوليس ټپيان شوي دي.
د جلال اباد د حوزوي روغتون مسوولين هم وايي چې د پېښې له ځايه ورته دوه ټپي شوي ماشومان ور وړل شوي دي.
د نعمت الله په نوم په سيمه کې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې ولسوال له ولسوالۍ د وتلو په حال کې و.
هغه وويل، په سيمه کې يې پنځه ماشومان او يو سپين ږيری په ټپي حالت کې ليدلي دي.
د چاودنې مسوليت تر اوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د يادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې مخکې د کابل- جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت په مربوطاتو کې هم د بټي کوټ ولسوالۍ پر ولسوال حاجي غالب چاودنه شوې وه چې له امله يې هغه ټپي شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن