جلال اباد ( پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۵): د جلال اباد ـ تورخم لويې لارې په اوږدو کې د موټرو د ټکر له امله شپږ تنه مسافر ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د دويم فارم په سيمه کې نن شاوخوا دوه بجې د ټيلر، تراکتور او الټو موټرو د جنګېدو له امله رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړه، د دغې پېښې دوه تنه ټپيان د بټي کوټ سيمه ييز روغتون ته وړل شوي او څلور نور يې د ننګرهار عامې روغتيا روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک ته وویل، د ټپيانو درملنه يې پيل کړې ده، خو د دوو تنو روغتيايي وضيعت د اندېښنې وړ دی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، پېښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن