Pajhwok Afghan News

“د حکومت نه پام د اندړو پاڅون کوونکو شمېر له ٧٠٠ څخه ١١ تنو ته راټيټه کړى”

غزني ښار (پژواک،٢٩مرغومى٩٥): د غزني د اندړو ولسوالۍ پاڅون کوونکي وايي، د حکومت د نه پاملرنې له امله يې شمېره له ٧٠٠ څخه يوولسو تنو ته راټيټه شوې ده.

شاوخوا څلور کاله وړاندې د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د لسو کسانو لخوا پاڅون پيل شو، چې وروسته يې بيا شمېره ٧سوه تنو ته ورسېده.

د اندړو د پاڅون کوونکو له ډلې څخه اخترمحمد د مرغومي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې حکومت له پاڅون کوونکو سره هېڅ ډول مرستې نه کوي.

ده زياته کړه: ((له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې زما د کورنۍ لس غړي وژل شوي، خو حکومت راسره يواځې دوولس زره کلدارې مرسته کړې ده.))

د هغه په وينا، حکومت ورسره په لومړيو کې ژمنه کړې وه چې د وسلو او مهماتو ترڅنګ نغدې مرستې هم ورسره کوي، خو تر اوسه يې هېڅ هم نه دي کړي.

دى وايي: ((زه اوس له اندړو څخه غزني ښار ته راغلى يم، څو شپې وړاندې دلته مې هم پر کور وسله والو طالبانو بريد وکړ.))

دغه راز د اندړو د پاڅون کوونکو يوه قوماندان محمد پذير اخندزاده پژواک ته وويل، په اندړو کې د پاڅون کوونکو شمېر له سلګونو څخه څو تنو ته رارسېدلى دى.

هغه زياتوي: ((موږ د طالبانو پر وړاندې مقاومت پيل کړ، خو اوس حکومت همداسې پريښي يو ، زموږ ژوند له لوى ګواښ سره مخامخ دى.))

د ده په خبره، که حکومت د اندړو له پاڅون کوونکو سره اړينې مرستې ونه کړي، دغه ولسوالۍ به د سقوط له ګواښ سره مخامخ شي.

يوه بل پاڅون کوونکي اميرمحمد پژواک ته وويل: ((زه له طالبانو سره وم، خو وروسته بيا حکومت ته تسليم شوم او په اندړو کې پاڅون کوونکو سره يو ځاى شوم، ډېر ځايونه مو له طالبانو څخه ونيول، خو اوس له حکومت نه ډېر ناهيلى يم، ځکه له موږ سره هېڅ مرسته نه کوي.))

ده زياته کړه، د نوموړي په ګډون ګڼ شمېر پاڅون کوونکو د وسلو او مهماتو د نه شتون له امله د طالبانو پر وړاندې مقاومت پريښى دى.

خو د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل يادې څرګندونې رد کړې او پژواک ته يې وويل، تر خپلې وسې يې له پاڅون کوونکو سره مرستې کړې دي.

دى زياتوي: ((ما غوښتل چې دغه ټول پاڅون کوونکي د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته راولم، خو ځينو يې راسره ونه منله او هرې خوا ته لاړل، نو ځکه شمېر يې هم کم شوى دى.))

خو نوموړى وايي، هڅه کوي يو ځل بيا د وسله والو طالبانو پر وړاندې په اندړو او ځينو نورو سيمو کې پاڅون کوونکي پياوړي کړي.

د اندړو د صاحب خان سيمې اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې د پاڅون کوونکو په شتون سره په دې ولسوالۍ کې امنيتي حالات ډير ښه شوي وو.

هغه وويل: (( له پاڅون کوونکو وړاندې يواځې د ولسوالۍ مرکز له حکومت سره وو، خو د پاڅوونکو په راتګ سره امنيت هم ښه شو، پروژې تطبيق شوې، سړکونه جوړ  شول او نور کارونه هم وشول.))

د هغه په وينا، له کومې ورځې چې پاڅون کوونکي تللي هرڅه بېرته خراب شوي دي.

د اندړو د پاڅون کوونکو د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې پاڅون کوونکو کابو اتيا کلي له وسله والو طالبانو څخه پاک کړي وو، خو اوس هغه سيمې بېرته طالبانو نيولې دي.

Views: 12

Exit mobile version