کندوز (پژواک ١٤ سلواغه ٩٥): د کندوز امنيتي مسوولين وايي، له تېرو شلو ورځو راهيسې ١٢١ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي دي.
امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحميد حميد، نن په خبري ناسته کې وويل چې دا کسان يې د ځانمرګو بريدونو، مخالفينو ته د وسلو لېږد، اختطاف، غلا او د خلکو د ځورولو په تور نيولي دي.
ده زياته کړه، له دوى سره يې د ځانمرګي بريد د يو واسکټ په ګډون، بېلابېل ډوله وسلې هم نيولي دي.
د هغه په وينا، پوليسو په کندوز ښار کې د جنايي جرمونو د مخنيوي په موخه هڅې ګړندۍ کړې دي.
د ويلو ده چې په کندوز کې په دې وروستيو کې جنايي پېښې زياتې شوې دي او خلک يې په اړه اندېښمن دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن