کابل(پژواک د کب لومړۍ نېټه، ۹۵): ولسمشر محمد اشرف غني مونيخ امنيتي کنفرانس کې له ګډون وروسته هېواد ته راستون شو.
د ارګ لخوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني د مونيخ امنيتي کنفرانس په څنډه کې پرون د ايران د بهرنيو چارو وزير ډاکټر محمد جواد ظريف سره وکتل.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ايران تر منځ پر امنيتي، اقتصادي، د سرحدي چارو د تنظيم، له تروريزم سره د مبارزې په ګډون د سيمه ييزو مسايلو په اړه د همکاريو د پراخولو، د سيمه ييزه همکاريو کنفرانس او ايران ته د افغانستان حکومت د وړاندېز شوې بستې په اړه بحث او خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د اورګاډي کرښې په هکله چې چين د افغانستان له لارې ايران سره نښلوي او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونود اتصال او د ورېښمو لارې جوړولو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې پرېکړه وشوه چې د ايران حکومت د افغانستان د پيشنهادي بستې په اړه خپل نظريات شريک کړي او له هغه وروسته يې په دې اړه خبرې پيل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د مونيخ امنيتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي لخضر ابراهيمي سره هم وکتل.
د سرچينې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سيمې د مسايلو په اړه بحث او خبرې وکړې او ولسمشر ابراهيمي د افغانستان ښه دوست او همکار وباله.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني د ترکيې لومړي وزير بنعلي يلدريم سره هم وکتل او په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکيې تر منځ د مناسباتو د پراخولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي:" د مونيخ امنيتي کنفرانس په متن کې د ولسمشر غني په حضور کې د ماليې وزير اکليل حکيمي او د اروپايي ټولنې مرستيالې او د بهرني سياست مسوولې مېرمن فيدريکا موګريني د افغانستان اواروپايي ټولنې ترمنځ د مشارکت او پراختيا هوکړه ليک لاسليک کړ."
سرچينه زياتوي، ياد هوکړه ليک له افغانستان سره د اروپايي ټولنې همکاري رسماً تعريف کړې او د قانون د حاکميت، روغتيا، پراختيا، کليو، معارف، ساينس او ټکنالوجي ، له فساد سره د مبارزې، پيسو وينځلو او د تروريزم د مالي تمويل ، سازمان شويو جنايتونو او نشه يي توکو د مخنيوي په اړه د موثره دوه اړخيزو اړيکو د رامنځته کولو اساس برابروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن