کابل (پژواک ۳ کب ۹۵): د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په کابل کې د امنیتي ځواکونو لخوا د خپل کور د محاصرې خبره رد کړه او ویې چې دا ددښمنانو دسیسې دي.
دوستم او ساتونکي یې د جوزجان د پخواني والي او قومي مشر ایشچي د بندي کولواو پرې د جنسي تیري د هڅې او زور زیاتي تورن دي، لویه څارنوالۍ د یادو تورونو د پلټنو لپاره د دوستم د نهو ساتونکو د نیولو امر کړی دی، خو دوستم ددغه کار ممانعت کوي.
یوې دولتي سرچینې د کب په ۳مه، پژواک خبري اژانس ته ویلي، څارنوالانو او د لسمې حوزې منسوبینو پرون ددوستم دساتونکو د نیولو هڅه کړې وه، خو ناکام شوي وو.
سرچینې زیاته کړې، چې دکابل ګارنیزون له نن سهار وخته د دوستم د کور او دفتر شاوخوا سیمې کلا بندې کړې او هر لوري ته بیلا بیل ځواکونه درول شوي وو. د صدارت په ماڼۍ کې چې د ولسمشر او اجراييوي رييس د مرستيالانو دفترونه دي، ټول تړل شوي وو او مامورین یې کورونو ته لیږل شوي وو.
خو جنرال دوستم نن مازیګر پخپل کور کې د جنبش ګوند غړو او قومي مشرانو سره دلیدنې پر مهال د خپل کور او دفتر د محاصرې خبرونه په کلکه رد کړل.
نوموړي دغه خبرې چې دشپې په اته بجو د هغه د آيینه تلویزیون لخوا خپرې شوې، جنرال دوستم نږدې یو ساعت خپلو پلویانو ته خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه : (( که چیرې دا خبره رښتیا وه، نو دکابل ګارنیزیون او د ولسمشرۍ ماڼۍ به په دې اړه خبرپاڼه خپره کړې وای، چې ددوستم د کور د محاصرې امر شوی دی.))
خو دوستم وویل، چې دا ټول د دښمن دسیسې دي ، اوس یې خپل تکتیک بدل کړی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال ادعا وکړه، چې دده خلاف دسیسو کې د پاکستان لاس دی ، پخوا یې د جنرال مالک په وسیله دسیسه جوړه کړې وه، د کرزي په حکومت کې یې داکبربای دسیسه جوړه کړه.
دی وایي، پاکستان تل د دروغو اوازو خپرولو سره دافغانستان په مشرانو کې اختلافات اچوي حکومت کمزوری کوي.
د هغه په وینا، دلته ځینې کم تجربې دوستان ولسمشر ته ناسم راپورونه ورکوي او شیطانې کوي.
دوستم وویل، که چیرې دی د دولت په مقابل کې ودرېږي ؛ نو دولت کمزوری کیږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن