مزارشريف (پژواک، ۷ کب ۹۵) پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې د بلخ د امنيې قوماندانۍ د ځانګړې قطعې ۱۰۲ ميله وسلې او مهمات پر وسله والو طالبانو پلورل شوي دي.
د روان لمريز کال د سلواغې په ۷مه د بلخ له ځانګړې قطعې د بلخ امنيې قومندانۍ ته، ۱۳۷ شمېره مکتوب لېږل شوی چې په کې د يادې قطعې د پلورل شوو وسلو په تړاو معلومات درج شوي دي.
د دغه مکتوب په يوه برخه کې ليکل شوي: ((تاسې ته معلومه ده چې د بلخ د پوليسو د ځانګړې قطعې يو ميل کلاشينکوف، د نويد ۲۷ عملياتو پر مهال د دښمن په سنګر کې پيدا شو. وروسته بيا د ځانګړې قطعې د عمومي قوماندانۍ پلاوي د بلخ ځانګړې قطعې ته د وسلو او نورو تجهيزاتو د څېړلو لپاره راغی او په لومړنيو موندنو کې جوته شوه چې د دې قوماندانۍ ۱۰۲ ميله بېلابېل ډوله وسله ورکه شوې ده.))
پژواک له ياد مکتوب سره مل د پلورل شوو وسلو جدول هم موندلی دی.
د بلخ د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ د کب په ۷مه د يادو وسلو د پلورل کېدو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کيسه په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د امنيتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې بربنډه شوه.
نوموړي زياته کړه چې په ياده جګړه کې د ملي امنيت يو سرتېری او يو وسله وال طالب وژل شوي وو، چې د وژل شوي طالب له جسد سره يو ميل کلاشينکوف هم په سيمه کې پاتې و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن