کندهار (پژواک ١٦ کب ٩٥): د کندهار له زندان څخه د ولسمشر د ۱۶۷مې ګڼې فرمان له مخې، ۶۰ تنه په جنايي جرمونو تورن بندیان خوشې شول.
دغه فرمان د میلاد النبي(ص) په مناسبت ورکړل شوی و.
د کندهار د استیناف څارنوالۍ رییس عبدالرحمن کوشان پژواک خبري اژانس ته وویل، خوشې شوي بندیان ۶۰ تنه دي چې په بېلابېلو جنایي جرمونو تورن وو.
هغه زیاته کړه، دغه بندیان د ولسمشر د هغه فرمان پر بنسټ خوشې شوي چې د پیغمبر(ص) د زېږېدنې د ورځې په مناسبت یې ورکړی و.
دی وايي، په خوشې شوو بندیانو کې یوه ښځه او درې د کم عمر ماشومان هم شامل دي.
ده دغه راز زیاته کړه، د د ولسمشر د همدې فرمان له مخې د ۸۷ نورو بندیانو د بند په موده کې کمښت راغلی دی.
د کندهار د زندان مدیر سمونوال عبدالولي حصارک پژواک اژانس ته وویل، د کندهار په زندان کې ۱۹۱۵ تنه بندیان دي چې ۲۷ تنې یې ښځې دي.
هغه زیاته کړه، که څه هم دغه زندان ډېر پخوا جوړ شوی او د ډېرو زندانیانو د ځایولو اسانتیاوې په کې نشته، خو هڅه یې کړې چې تر وروستي حده هغوی ته اسانتیاوې برابرې شي.
د داد محمد په نوم یوه بندي چې شاوخوا یو کال یې دغلته بند تېر کړی، له ولسمشر څخه مننه وکړه چې په ځانګړې پېرزوینه یې هغوی ازاد شول.
ده وویل، په زندان کې تېره شوې موده یې د ژوند ترخه خاطره ده، خو اوس یې هیله د اده چې په ټولنه کې د یوه ښه انسان په توګه ژوند وکړي او بیا کله هم جرم ته مخه و نه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن