ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داعش په جوزجان کې څو زيارتونو او هديرې ته اور اچولى

9 Mar 2017 - 20:21
9 Mar 2017 - 20:21

شبرغان (پژواک،١٩کب ٩٥): جوزجان ولايت کې سيمه ييز چارواکي وايي، د دې ولايت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې کسانو څو زيارتونه او هديره ويجاړ او سوځولې دي.

د جوزجان والى وياند محمدرضا غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې داعشيانو دا چاره، نن د درزاب ولسوالۍ د صوفي دوست محمد او بي بي مريم کليو کې ترسره کړې ده.

نوموړي زياته کړه: "داعشيانو د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکو سره د ښکاره دښمنۍ ترڅنګ دوه هديرې ويجاړې کړي او وروسته يې دې کليو کې د زيارتونو کړکۍ را ايستلي او ودانيو ته يې اور اچولى دى."

هغه د دې مطلب په څرګندولو سره چې داعش نه يواځې ژونديو انسانانو سره تربګني لري، بلکې هديره کې مړي هم ارامه نه پرېږدي او سپکاوى يې کوي، ويې وويل، کومه سيمه کې چې هديره ويجاړه شوې او زيارتونو ته اور اچول شوى، د داعشيانو په کنټرول کې ده.

د جوزجان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل، داعشيان د دې ترڅنګ چې د هېواد په نورو برخو کې سپېځلي ځايونه ويجاړوي، درزاب ولسوالۍ کې هم داسې کړنه ترسره کړه.

د نوموړي په وينا، کومه سيمه کې چې هغوى زيارتونه سوځولي او قبرونه ويجاړ کړي دي، د ولسوالۍ له مرکز څخه ډېر واټن لري.

نوموړي په دې اړه چې دې ولسوالۍ کې به پوځي عمليات ترسره شي که نه؟ وويل: "خبره مو له مرکز سره شريکه کړې ده، ټاکل شوې چې قوش تپه او درزاب ولسواليو کې پراخ عمليات ترسره شي، خو د دې عملياتو د پيل نېټه ځانګړې شوې نه ده."

د جوزجان د عالمانو شورا مشر مفتي محمد رسول وويل چې پر قبرونو ودانۍ جوړول او له مړ شوي کس نه د خپلې اړتيا غوښتل، اسلام کې جايز نه دي؛ خو د قبرونو ويجاړول هم ناسم کار دى.

هغه زياته کړه: "الله تعالى خپلو بندګانو ته حکم کړى دى، څو يو بل ته درناوى وکړي او خپل منځ کې نېکې اړيکي ټينګې کړي او د مړو په اړه هم داسې حکم شوى دى او واضح شوې چې د انسانانو قبرونو ته هم بايد سپکاوى و نه شي او ان هغوى تر پښو لاندې نه شي."

د درزاب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو هم د داعشيانو د يادې کړنې په اړه اندېښنه څرګنده ښودلې او وايي، چې د داعش دا کړنه مړو ته بې احترامي ده.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي محمدقاسم وويل: "که داعشيان د مسلمانانو د سپېڅلو ځايونو په وړاندې داسې کړنې ترسره کړي، ډېر ناسم او بې ځايه کار دى."

نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې خلک په دې اړه اندېښمن دي، چې داعشيان د هغوى مړو ته سپکاوى کوي، وويل چې تر اوسه خلکو د هغوى د دې کړنې په تړاو غبرګون نه دى ښودلى؛ خو هغوى ته د زغم وړ نه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version