جلال اباد (پژواک، ٢٢ ورى ٩٦): د ننګرهار ولايت ځايي چارواکي وايي چې د حمزه په نامه پيل شوو عملياتو کې د داعش ١٣ نور وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د وري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګډو امنيتي ځواکونو د حمزه په نوم روانو عملياتو پر مهال تېره ورځ په اچين ولسوالۍ کې د داعش ١٣ وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياته کړې، داعش وسله والو ته دا مرګ ژوبله د يادې ولسوالۍ د پېښې په سيمه کې اوښتې ده او هوايي بريدونه هم ترسره شوي دي.
مشرقيوال وايي، د يادو عملیاتو په ترڅ کې تر دې مهاله لسګونه داعش وسله وال وژل شوي او يو شمېر سيمې ترې پاکې شوې دي.
د حمزه عمليات د وري په ۱۳مه د ځانګړو افغان کومانډو ځواکونو له لوري د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ پيل شوي چې لا هم دوام لري.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، دغه ځل په اچین او کوټ ولسوالیو کې د حمزه په نوم پیل شوو عملیاتو کې د داعش د ځپلو تر څنګ په سیمه کې د دایمي امنیت په هدف نظامي مرکزونه جوړوي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شېرین اقا فقيري د وري په ۲۱مه پژواک اژانس ته وویل، په دغو عملیاتو کې یې د اوو مهو قوماندانانو په ګډون ۲۴۳ داعش جنګیالي وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
د يادونې ده، ناټو او افغان پوځي چارواکي په ننګرهار کې د داعش وسله والو شمېر شاوخوا ١٥٠٠ تنه ښيي، خو که له تېر کال راهيسې دولتي اعلاميې وشمېرل شي؛ نو د وژل شوو داعشيانو شمېر به له شته څخه څو برابره زياته وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن