مزارشريف (پژواک، ۲٣ وری ۹۶): د بلخ د خلم ولسوالۍ او کندوز تر منځ د قیر شوي سړک نيمايي برخه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې سړک پرانيسته چې د وري په ۲۳مه وشوه، د فوايد عامې وزير، د بلخ والي او په شمال زون کې د المان هېواد پراختيايي چارو مسوول برخه اخيستې وه.
دغه سړک د جرمني هېواد له خوا د ۱۲۰ ميلیونه يورو په مرسته د بلخ له خلم ولسوالۍ تر کندوز ښاره پورې جوړېږي.
د فوايد عامې سرپرست وزير محمود بليغ د سړک د نیمايي برخې د پرانيستې پر مهال رسنیو ته وويل، د کندوز او بلخ ترمنځ ۱۱۲ کیلومتره سړک لومړۍ او دويمه برخه، چې بلخ ولايت پورې اړوند ده، بشپړه شوه.
ده زياته کړه، د ياد سړک د درېیمې برخې موافقه لیک د جرمني او افغانستان تر منځ شوى او د څلورمې برخې پلان يې هم بشپړ دی.
خو نوموړي د کندوز له اړخه، چې د سړک درېيمه او څلورمه برخه په کې تېرېږي، د امنيت په تړاو اندېښنه وښوده.
د هغه په وينا، دوی بايد د درېيمې برخې د امنيتي پلان په تړاو جدي کار وکړي، چې ژر تر ژره يې چارې پيل شي.
ده اندېښنه وښوده چې د کندوز د امنيت په تړاو ځينې ستونزې شته دي.
د بلخ والي عطاء محمد نور بيا د کندوز او بلخ تر منځ جوړېدونکی سړک له اقتصادي پلوه ډېر ګټور وباله او زیاته يې کړه: ((همدا اوس چې له تاجکستانه کوم کاروان کندوز ته راځي، نو بايد د بغلان او سمنګان له لارې بلخ ته ځان ورسوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن