کابل (پژواک، ٥ غويى ٩٦): د ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړه قبايلي سيمې کرمه ايجنسۍ کې د يوې چاودنې له امله تر ٢٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکو ويلي چې دا چاودنه د غويي په ٥ مه سهار مهال پر يوه مسافر وړونکي موټر شوې ده.
د سرچينو په وينا، په دې چاودنه کې کې د دوو ښځو په ګډون ١٠ کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي.
ټپيان نږدې روغتونونو ته وړل شوي او ډاکټرانو د پنځو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن