کابل(پژواک،٨غويي٩٦): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې دوه امريکايي سرتيري له داعش سره په جګړه کې وژل شوي دي.
په کابل کې د بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري د غويي اتمه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوه امريکايي سرتيري د ننګرهار په اچين ولسوالۍ له داعش سره په جګړه کې وژل شوي دي.
په اعلاميه کې په دې اړه نور جزئيات نه دې ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم يو امريکايي سرتيرى په اچين له داعش سره په جګړه کې وژل شوى وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن