کابل(پژواک،٨غويي٩٦): ټاکل شويده چې نن د هيواد په بيلابيلو برخو کې د مجاهدينو د بريا پنځه ويشتمه کاليزه ونماځل شي.
د ١٣٥٧کال د غويي په ٧مه د خلق دموکراتيک ګوند، د کودتاه له لارې د افغانستان د لومړي جمهور رييس محمد داوود حکومت ړنګ کړ، محمد داوود او د هغه د کورنۍ غړي يې ووژل.
خو د شوروي پلوه خلق ګوند د حکومت پر ضد د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وسله وال خوځښتونه پيل شول او د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه د وخت شوروي اتحاد پوځونو د افغانستان پر خاوره يرغل وکړ.
افغان ولس د وخت د شوروي پلوي رژيم او روسي پوځيانو د يرغل پر وړاندې سخت مقاومت وکړ او د شوروي پوځيان يې په ١٣٦٨ کال کې له افغانستان څخه وتلو ته اړ کړل.
د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه د نجيب الله په مشرۍ شوروي پلوه حکومت را نسکور شو او د مجاهدينو يو شمېر ډلې واک ته ورسېدې.
خو په دې کار سره جګړې پاى ونه موند او د مجاهدينو د ډلو تر منځ چې د نجيب د حکومت ځينې جنرالان هم ورسره ملګري و، سختې کورنۍ جګړې وشوې او ګڼ شمېر هيوادوال پکې ووژل شول.
نو په همدې بنسټ ټاکل شوې چې د مجاهدينو د بريا ٢٥مه کاليزه نن د غويي اتمه په ټول هيواد کې د نورو کلونو په څېر ونماځل شي.
د يادونې وړ ده چې د غويي اتمه په ټول هيواد کې عمومي رخصتي هم ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن