کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٦): د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د شش درک پر سړک په داسې حال کې ځانمرګى بريد وشو چې بهرني ځواکونه له سيمې د تېرېدو په حال کې وو.
يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن سهار شاخوا اته بجې تر سره شو.
هغه وايي چې تر اوسه د دې بريد مرګ ژوبله نه ده معلومه .
د ده په وينا، امنيتي ځواکونو سيمه کلابند کړې او د بريد په اړه جزييات به وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن