کابل (پژواک، ٢٢ غويى ٩٦): د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د برخې مرستيال، نن په کابل کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.
د نوموړي د کورنۍ يوه غړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې قاضي سيف الرحمن ستانکزى د کابل ښار د اتمې ناحيې اړوند د رحمان مېنې په دوصد فاميليو سيمه کې نن له خپل کوره د جمعې لمانځه لپاره جومات روان و چې د څو ناپېژاندو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شو.
ده زياته کړه، د يادو کسانو پر ډزو دوه تنه نور هم ټپيان شوي چې اوسمهال په روغتون کې دي.
د دې پېښې په اړه د کابل امنيتي مسوولينو، تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
څېړنوال سيف الرحمن د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړى او له کابو څلورو کلونو راهيسې د دې اکاډمي د اسلامي علومو برخې مرستيال و.
نوموړى چې اصلا د لوګر د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکى و او اوسمهال په ننګرهار پوهنتون کې يې د دوکتورا په پروګرام کې زده کړې کولې، څو علمي – تحقيقي اثار يې هم لیکلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن