قلعه نو(پژواک، ٢٦ غويى ٩٦): د بادغيس امنيه قومانداني وايي چې د دې ولايت په قادس ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال يو سيمه ييز پوليس او څلور وسله وال طالبان وژل شوي او د دولتي ځواکونو يو ټانک له منځه وړل شوى دى.
امنيه قوماندان سمونمل محمد حنظله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرګ ژوبله تېره شپه د قادس په لنګر سيمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه چې د دولت وسله والو مخالفينو پر امنيتې پوسته بريد وکړ.
د لنګر د سيمې اوسېدونکى مولوي عبدالرحمن بيا وايي چې په دې نښته کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو خبر نه لري، خو يو تن سيمه ييز پوليس وژل شوى دى.
طالبان تراوسه ددى نښتى په اړه څه نه دى ويلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن