کابل (پژواک، ٢٩ غويى٩٦):د ميدان وردګو ولايت امنيه قومانداني وايي، د حقاني شبکې يو مهم قوماندان حميدالله له خپلو شپږو ملګرو سره د دې ولايت په نرخ ولسوالۍ کې ووژل شو.
د ميدان وردګو د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله اميني پژواک خبري اژانس ته وويل چې حميدالله او ډلې يې د کابل په پغمان او د ميدان وردګو په نرخ ولسواليو کې د دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه لرل.
هغه وايي، چې ياد ٧ تنه د افغان ځواکونو په هوايي او مځکني بريد کې تېره ورځ مازيګر مهال د نرخ په توکرک سيمه کې وژل شوي دي.
د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندې سيمې اوسېدونکى امين الله هم د حميدالله وژنه تاييدوي او وايي چې حميدالله د پغمان د کوزې ارغندۍ اوسېدونکى و.
د ده په وينا، حميدالله مخکې د طالبانو له خوا د پغمان ولسوال و، خو په دې وروستيو کې د کابل لپاره د طالبانو له خوا والي نومول شوى و.
امين الله له حميدالله سره د نورو کسانو د وژل کېدو په اړه څه ونه ويل، خو د نرخ يو اوسېدونکى چه نه غواړي نوم يې څرګند شي وايي، چې تېره ورځ په ياد بريد کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې دواړه د پغمان اوسېدونکي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن