مزار شريف (پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦) : ناپېژانده وسله والو په بلخ ولايت کې د ښوونځي یوه ٢٢ کلنه زده کوونکې وژلې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د بلخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
د بلخ ولسوالۍ د احمدشاه ابدالي لېسې مدير جان محمد پژواک اژانس ته وويل چې د لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې ٢٢ کلنه پېغله نن سهار لېسې ته په لاره د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوې ده.
د وژل شوې نجلۍ ورور نواب خان وايي چې دوى له هېچا سره دښمني نه لري او نه پوهېږي چې خور يې ولې او د چا له خوا وژل شوې ده.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن