ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ترکيه کې ځينې افغان سياسي څېرې ګډ درد سره يوځای کړې دي”

29 Jun 2017 - 17:58
29 Jun 2017 - 17:58

مزارشريف(پژواک،٨چنګاښ۹۶): د شمال زون مدني فعالان په ترکيه کې د حکومت پر وړاندې د ايتلاف جوړېدو اوازې په تړاو وايي چې دغه اړخونه د حکومت پر وړاندې ګډ درد سره يوځای کړي دي.

همداراز دغه ايتلاف ورته ځکه بې پايلې ښکاري، چې ګډونوال يې په رسمي توګه د اوسني حکومت شريکان دي.

په دې وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو کې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند رهبر جنرال عبدالرشيد دوستم،د بلخ د والي او د جمعيت ګوند اجراييه رئيس عطامحمد نور او د اجراييه رياست دويم مرستيال او د حزب وحدت ګوند مشر محمد محقق داسې ګډ تصويرونه راووتل، چې ګواګې د حکومت پر وړاندې د نوي سياسي ايتلاف د جوړېدو پايلو ته رسېدلي دي.

د بلخ والي عطامحمد نور د کوچني اختر لمانځه د مراسمو په ترڅ کې د خپلو غوښتونو د نه منلو په صورت کې د حکومت پر وړاندې د خطرناکو او قوي مدني حرکتونو د پيل کولو ګواښ وکړ او په همدې ورځ له بلخ څخه د ترکيې پر لور د جنرال دوستم د زوی د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره روان شو.

چې ورسره له ترکيې د جنبش، جميعت او حزب وحدت د ګډ ايتلاف اوازې هم پيدا شوې.

د شمال زون مدني فعالان وايي چې دغه اړخونه په خپلو کې د ورته ايتلافونو اوږده مخينه لري.

مدني فعال احمد جاوېد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوا هم د شمال مېشتو سياسيونو له خوا ورته ايتلافونه شوي خو ژر بېرته ړنګ شوي دي.

نوموړی په دې اند دی چې دغه خلک د حکومت او ولسمشر اشرف غني پر وړاندې مشترک درد سره يوځای کړي دي.

هغه هيله مندي ښيي، چې روان سياسي حالات به د حکومت په ولکه کې وي او بايد پايلې يې داسې راوخېژي، چې هېواد د ګډوډيو پر لور بونه ځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version