فراه (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٦): د فراه امنيتي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د دوو ماين چاودنو له کبله يو پوليس او يو عام وګړى وژل شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر، پژواک خبري اژانس ته وويل، د بالابلوک ولسوالۍ په ګله مېخ سيمه کې نن د ماين چاودنه شوې چې يو پوليس په کې وژل شوى دى.
ده زياته کړه، دغه راز د خاکسفېد ولسوالۍ په خوست کې کلي کې هم د ماين چاودنه شوې، چې يوه شپون په کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د دې چاودنو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن