جلال اباد (پژواک ۱۸ چنګاښ ۹۶): د ولسمشر د دوو فرمانونو له مخې له ننګرهار محبس څخه دېرش تنه بنديان ازاد او د ٢٤ نورو د بند په موده کې کموالی راغى.
د ننګرهار رسنيو دفتر څخه د چنګاښ په ۱۸مه پژواک خبري اژانس نه په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بنديان نن خپلو کورونو ته ستانه شول.
په خبرپاڼه کې د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس خالداحمد اوريا له قوله راغلي، چې د ښځو نړيوالې ورځې په مناسبت ولسمشر دوه فرمانونه صادرکړي، چې له مخې يې له څلور پنځوس بنديانو دېرش ازاد شول او د پاتې ۲۴ هغو د بند مودې کمې شوې ده.
ده زياته کړه، د مجاهدينو د بريا له امله د ولسمشر د څلورشپېتم ګڼه فرمان له مخې، اوولس تنه ازاد او د ښځو نړيوالې ورځې په مناست د دوه سوه نهه پنځوسم فرمان له مخې، د اووه دېرش تنو د بند موده کمه شوه.
نوموړی زياتوي له اووه ديرشو يې ديارلس تنه هم ازاد شول چې د بند موده يې د فرمان له مخې پوره وګڼل شوه.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې خوشې شويو بنديانو له بنده په خلاصون خوښي وښوده او ژمنه يې وکړه، په راتلونکي کې به داسې اعمال نه ترسره کوي، چې له امله يې د دوی ژوند د زندان تر تمبو شاته کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن