کابل (پژواک، ۲ زمری ۹۶): د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې ځانمرګي بريد ٢٤ ملکي وګړي وژلي او ٤٢ نور يې ټپيان کړي دي.
دغه څرګندونې د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل چې په دغه بريد کې ١٥ دوکانونه او درې موټر هم له منځه تللي دي.
دغه بريد نن سهار (د زمري دويمه) نږدې ٧ بجې رامنځته شو.
عيني شاهدان وايي چې بريد زاول پوهنتون او د اجرائيه رياست د دويم مرستيال محمد محقق کور ته څېرمه شوى دى.
د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر وحيد مجروح پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه په دغه بريد کې د وژل شوو ١٨ تنو مړي او ٣٦ ټپيان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
عيني شاهدان وايي، دغه بريد د يوه سپين رنګ کرولا موټربم په وسيله شوى چې په سيمه کې پر سړک درول شوى و.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن