سرپل (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): چارواکي وايي چې داعش وسله والو په سرپل ولايت کې له يوه تعويذګر ملا سر پرې کړى دى.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د دغه ولايت په صياد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو قوماندان شېر غضنفر د اجريم کلي له اوسېدونکي ملا تاج محمد سر غوڅ کړى دى.
د نوموړي په وينا چې ملا تاج محمد په سيمه کې دم دعا او تعويذونه کول، نوره کومه ستونزه يې نه لرله.
اماني وايي چې د صياد ولسوالۍ پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم د اعش وسله والو په ځېنو نورو ولايتونو کې دا ډول ملايان وژلي او زيارتونه يې په بمونو الوځولي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن