کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): د ملي امنيت سلاکار د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره د افغان ترک ښوونځيو د کيفيت او مديريت پر سر خبرې وکړې.
له ارګه د زمري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د پنجشنبې ورځ د خپل کار په دفتر کې د ترکیې د بهرنیو چارو له مرستيال وزیر سادات اونال سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر د افغانستان د اقتصادي او امنیتي سکتور په وده کې د ترکیې هېواد همکارۍ مهمې وبللې او له دې امله یې د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال څخه مننه کړه.
هغه زياته کړه چې د ناټو په چوکاټ کې د ترکیې د پوځ او امنیتي منسوبینو خدمت د افغانستان د خلکو لپاره د قدر وړ او د دواړو هېوادونو د دوستۍ ښکاره سمبول دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سادات اونال وویل چې د دواړه هېوادونه ژورې اړیکې، ګډ کلتوري او مشترک مدني ارزښتونو لري او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات د ټینګښت په لاره کې د خپل هېواد له هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
دواړو لورو په افغانستان کې د ترکي ښوونځيو د کیفیت پر لوړاوي او رغنده مدیریت هم خبرې وکړې په دې برخه کې یې د دوه اړخیزو علمي برنامو ایجاد مهم و باله.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستيال، د افغانستان په رهبرۍ د کابل پروسې له فعالیت او نوښتونو څخه ملاتړ وکړ او په سیمه کې یې د امنیت او ثبات لپاره دا ډول جوړښتونه مهم و بلل.
دواړو لورو د سیمه ییزو ګواښونو د له منځه وړو په موخه په لوړه کچه د دولتونو پر همکاریو ټینګار وکړ.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت پلاوى په داسې حال کې کابل ته راغلي چې په دې وروستيو کې په ترکيه کې ځيني افغان سياستوالو د حکومت پر ضد سياسي ايتلاف جوړ کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن