ګردېز(پژواک،١١زمرى٩٦): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د ملي امنيت ځواکونو پر موټر د ماين چاودنه شوې چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثاراحمد عبدالرحيمزي د زمري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ٧:٣٠ بجې د ګردېز ښار د عبدالحميد ګردېزي په څلور لارې کې د ملي امنيت ځواکونو پر رېنجر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د ملي امنيت يو کارکوونکى او يو عام وګړى وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
خو په ګردېز کې د ولايتي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې له يادې چاودنې څخه دوى ته د يو امنيتي منسوب مړى او ٢٠ نور ټپيان ور وړل شوي دي.
ده وويل چې ډېرى ټپيان عام خلک دي.
د پېښې يو تن عيني شاهد افضل پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې رېنجر موټر له منځه تللى او ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن