سرپل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): نجيبه هغه يوولس کلنه نجلۍ چې د تېرې شنبې ورځ يې د خپلې مور او پلار قتل په خپلو سترګو ليدلى، وايي چې يو درې کلن ماشوم ورور يې ټپي دى او د دوو نورو وروڼو له مرګ نه ده خبره.
د سرپل د صياد ولسوالۍ د ميرزاولنګ نومې سيمه، د زمري مياشتې په ١٣ مه د وسله والو مخالفينو او دولتي ځواکونو ترمنځ له سختې نښتې وروسته وسله والو مخالفينو ونيوله.
د ولايتي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، په دغې جګړه کې شاوخوا ٤٥ ملکيان، اووه امنيتي سرتېري او لس وسله وال مخالفين وژل شوي او دغه راز ډېر شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د يوولس کلنې نجيبې کورنۍ د هغو کورنيو له جملې ده چې په ياده جګړه کې قرباني شوې ده.
هغه اوسمهال د سرپل په ولايتي روغتون کې د هغه ورور ساتنه کوي، چې په دغه جګړه کې ټپي شوى دى.
نجيبه وايي، له خپلې کورنۍ سره د ميرزاولنګ د نورو کورنيو په څېر د جګړې له ډاره د تېښتې په حال کې وه، چې لومړى يې پر درې کلن ورور چې د مور په غېږ کې يې و، مرمۍ ولګېده چې له هغه وروسته يې د يادې مرمۍ له امله مور هم ژوند له لاسه ورکړ.
هغې وويل، پلار يې روغتون ته د ورور او مور د لېږدولو لپاره د موټره په هڅه کې و، چې دغه مهال هغه هم ولګېد او ژوند يې له لاسه ورکړ.
نجيبه وايي، د سيمې خلکو نوموړې او د هغې ورور روغتون ته راوړي دي.
ياده ماشومه نجلۍ وايي، اوس يې هم د ميرزاولنګ په سيمه کې دوه وروڼه پاتې دي او اوس اندېښنه لري، چې دغه دوه وروڼه هم له لاسه ورنه کړي.
د سرپل د ولايتي روغتون مشر ډاکټر رستم رجبي وايي، د نجيبې د ورور په ګډون د ميرزاولنګ سيمې اته ټپيان په ياد روغتون کې تر درملنې لاندې دي او دغه راز روغتون ته د يوه سرتېري او درې ملکيانو په ګډون څلور مړي هم راوړل شوي دي.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وايي، په ميرزاولنګ کې وسله والو مخالفينو ملکيان وژلي، خو طالبان بيا دا خبره ردوي.
د والي په وينا، اوس هم د ميرزاولنګ په ځينو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ ځاى-ځاى جګړه روانه ده، چې وسله والو مخالفينو پرون شپه پر صياد ولسوالۍ له څو لوريو بريدونه پيل کړي، چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن